پاکستان: یوه سړي خپله ښځه، خواښې او د تره لور وژلې

د پاکستان پولیس وایي، یوه سړي پرون په پاکستان کې ګومان کیږي خپله ښځه، خواښې او د تره لور پرون له نورو سړیانو سره د نامشروع اړیکو په تورپه ډزو ووژل.

پولیسو وویل، د پنجاب ایالت د فیصل اباد په بلوچني سیمه کې دغه وژنې د دوو نورو کسانو په مرسته ترسره شوې دي.

مشکوک کسان تراوسه ازاد دی او پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.

په پاکستان کې د غیرت په نوم دا ډول وژنې ډیرې کیږي.