د امريکا او ګرجستان ګډ پوځي تمرينات پيل شول

د امريکا متحدو ايالتونو او ګرجستان ګډ پوځي تمرينات نن پيل شول.

دغو تمريناتو ته "د ٢٠١٦ غوره شريک" نوم ورکړل شوى او دوې اوونۍ به دوام کوي.

روسيې دغه تمرينات غندلي او ويلي يې دي دا يو پاروونکى اقدام دى چې د قفقاز سيمه ناکراره کولاى شي.

روسيې په ٢٠٠٨میلادي کال کې له ګرجستان سره د لنډ وخت لپاره پوځي نښته کړې وه.

مسکو د بېلتون غوښتونکو سيمو جنوبي اوسيتيا او ابخازيا ملاتړ کوي چې له روسيې سره پوله لري.

په دغو تمريناتو کې ٦٥٠ ګرجستاني، ٦٥٠ امريکايي پوځيان او ١٥٠ يې بريتانوي سرتېري برخه لري.