يوه هالنډۍ خبرياله چې د لنډې مودې په ترکيه کې نيول شوې وه، اجازه ورکړل شوه چې هالنډ ته ستنه شي.
په ټويټر کې د دې د ځينو ليکنو له کبله چې ولسمشر ته سپکاوى ګڼل شوى و، څېړنې روانې وې او په دې موده کې دې اجازه نه درلوده له دغه هېواده ووځي.
د هالنډ د بهرنيو چارو وزير پرون ناوخته په يوه اعلاميه کې وويل، د ورځپاڼې کالم ليکونکې اِبرو عمر له ترکيې څخه وتلې ده.
مېرمن عمر چې په خټه ترکۍ ده ويلي چې تېره مياشت د ترکيې په لوېديځ کې په هغه کور کې چې رخصتي يې په کې تېروله- ونيول شوه.
د ١٦ ساعتونو لپاره له هغې پوښتنې-ګروېږنې وشوې، بيا وروسته خوشې کړاى شوه، خو له ترکيې يې د وتلو اجازه نه درلوده.
د بشري حقونو او مطبوعاتي ډلو په وار-وار په ترکيې د رسنيو پر ازادۍ انتقاد کړى دى.
ويل کېږي په ٢٠١٤میلادي کال کې واک ته د ولسمشر رجب طيب اردوغان له رسېدو وروسته د ده د سپکاوي په تور د اشخاصو خلاف نږدې دوه زره قضيې پرانيستل شوې دي.