بغداد: موټر بم چاودنه کې د وژل شوو شمېر ۵۲ تنو ته لوړ شو

د عراق د پلازمېنې بغداد په يوه شيعه مېشته سيمه کې د يوې زورورې موټربم چاودنې له کبله د وژل شويو کسانو شمر ۵۲ ته ورسېد.

په دې چاودنه کې تر ۶۵ زيات نور کسان ټپيان شوي، چې د ځينو صحي وضعيت نازک ښوول شوى دى.

دا په وروستيو کلونو کې په بغداد کې تر ټولو زوروره حمله ګڼل شوې ده.

په دې چاودنه کې د بغداد په ختيځ مدينة الصدر کې يو له ګڼه ګوڼې ډک- پرانيستى مارکېټ په نښه شوى دى.

د اسلامي دولت ډلې يا داعش د دې حملې مسووليت منلى دى.

عراقي پوليس وايي اندېښنه لري چې ښايي د وژل شويو کسانو شمېر تر دې لا زيات شي.