د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی پاکستان ته ورسېد

د پاکستان د پخواني صدراعظم زوى علي حيدر ګېلاني چې په افغانستان کې له تښتوونکو وژغورل شو، پاکستان ته ورسېد.

د پخواني صدراعظم يوسف رضا ګېلاني زوى د افغان ځواکونو او د امريکا د ځانګړو قواوو په عملياتو کې پرون د پکتيکا په ګيانې ولسوالۍ کې له برمته کوونکو وژغورل شو.

پاکستان ته تر تګ مخکې علي حيدر ګېلاني وويل، زه د افغان حکومت او افغان قواوو د هڅو او قربانيو مننه کوم.

علي حيدر درې کاله مخکې په ملتان کې د مشکوکو طالبانو له خوا تښتول شوى و، دى هغه وخت په انتخاباتي کمپاينونو بوخت و.