د امريکا متحدو ایالاتو ولسمشرۍ ته د جمهوريت غوښتونکو احتمالي کاندید ډونالډ ټرمپ په دوو نورو ایالتونو ویسټ ويرجینیا او نبراسکا کې هم مقدماتي ټاکنې وګټلې.
تېره اوونۍ په انډیانا ایالت کې له بریا وروسته میلیاردر سوداګر ډونالډ ټرمپ د سپیني ماڼۍ لپاره د جمهوريت غوښتونکو لخوا احتمالي کاندید شو.
د ډیموکراټانو له خوا بیا هیلري کلېنټن په نبراسکا او د هغې سیال برني سندرز په ویست ويرجینیا کې مقدماتي انتخابات وګټل.
د جمهوريت غوښتونکي ټرمپ په شان، هيلري کلېنټن بيا سپیني ماڼۍ ته د ډیموکراټ ګوند احتمالي کاندیده بلل کېږي.