د تورخم دروازه لاهم د مسافرو پرمخ تړلې

د تورخم دروازه د دویمې ورځې لپاره هم د مسافرو پرمخ تړلې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوګیاڼي وايي، تېره ورځ پاکستاني ملیشو غوښتل چې د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې تاسیسات جوړ خو د افغانستان سرحدي ځواکونو له خوا یې مخالفت وشو.

دی وايي، ولایتي اداره هڅه کوي چې دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

له تورخمه افغان مسافر رحمان الله شینواري ازادي راډیو ته وویل چې د دروازې دواړو غاړو ته سلګونه مسافر چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي بند پاتې دي.

د سیمې خلک وايي چې د تورخم دروازه د سې شنبې ورځې راهیسې د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.