افغان حکومت د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني زوی نن په کابل کې د پاکستان سفېر ته وسپاره.
د افغانستان لوی درستیز قدیم شاه شهیم د علي حیدر د سپارلو په مراسمو کې وویل چې د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی د افغان او نړیوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې مشري یې افغان ځواکونو کوله دوه ورځې مخکې د پکتیکا ولسوالۍ په ګیان ولسوالۍ کې د برمته کوونکو له منګلو راخلاص شو.
په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین بیا د علي حیدر حسین د راخلاصېدو په برخه کې د افغان حکومت له هڅو مننه وکړه.
علي حیدر ګیلاني درې کاله وړاندې د پاکستان له ملتانه برمته شوې و.