د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې د عصري او کافي وسلو په مرسته په سوریه کې د تروریستي ډلو پر ضد مبارزه د عطف ټکی یا نوې مرحلې ته رسېدلي ده.
پوتین پرون سې شنبې له خپلو پوځي چارواکو سره په کتنه کې وویل چې د سپټمبر له میاشتې راهیسې چې په سوریه کې د دوی پوځي کمپاین پیل شوی،روسیې جنګي الوتکو تر ۱۰ زره زیات عملیاتي پروازونه کړي دي.
د پوتین په وینا، دې عملیاتو ۳۰ اهداف ویشتي او د سوریې له پوځ سره یې مرسته کړې چې ۵۰۰ ښارونه او کلي ونیسي.
د روسیې ولسمشر په دې غونډه کې وویل چې د دې هېواد پوځ په سوریه کې د اهدافو د ویشتلو لپاره لږترلږه ۱۱۵ کروز مزاییل هم توغولي دي.
پوتین وویل:
"سره له دې چې موږ پوهیږو چې په سوریه کې وضعیت پېچلی دی او د دې هېواد پوځ باید زیات کار وکړي خو اساسي ټکی دا دی چې د دې هېواد د مسئلې د سیاسي حل لپاره شرایط برابر شي."