بنګله دېش د جماعت اسلامي ګوند مشر مطیع الرحمن اعدام کړ

د بنګله دېش د ترټولو ستر سیاسي اسلامپالي ګوند جماعت اسلامي مشر مطیع الرحمن نظامي اعدام شو.

مطیع الرحمن نظامي د هغو جنایتونو له امله اعدام شوی چې په ۱۹۷۱ میلادي کال کې یې له پاکستانه د بنګله دېش د ازادۍ په جګړه کې کړي وو.

د بنګله دېش د قانون وزیر انیس الحق وویل:

"نظامي په ډاکه تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې، د ښار په مرکزي زندان کې دار ته پورته شو."

رپوتونه وايي چې د ډاکې ښار ګڼ شمېر اوسیدونکي تېره شپه د بنګله دېش د جماعت اسلامي ګوند د مشر د اعدام د هرکلي لپاره له خپلو کورونو دباندي راوتلي وو.

خو د هغه پلویانو هم د ښار د مرکزي زندان په وړاندې اعتراضي لاریون وکړ.

نظامي د بنګله دېش سترې محکمې په قتلونو، جنسي تجاوزونو او د روشنفکرانو پر ضد د مرګ فتوا ورکولو له امله مجرم پيژندل شوی او په اعدام محکوم شوی و.