د بامیان اوسېدونکي وايي توتاپ پروژه دې له بامیانو تېره شي

په بامیان کې د مدني ټولنې غړو ښځو د ملګرو ملتونو د سياسي ماموریت "یوناما" د دفتر مخې ته څراغونه الکینونه بل کړل او د عدالت غوښتنه یې وکړه.

دوی له افغان حکومت او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د "توتاپ" پروژه په بامیان کې تېره شي.

دا پاکستان ته د ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان د وارداتي برېښنا د انتقال پروژه ده چې د وروستۍ پرېکړې پر اساس به د سالنګ په سیمه کې تېرېږي.

په بامیان کې د "د انصاف لپاره رڼا" کمپاین یوې غړې صغرا عطايي پرون سې شنبې د ازادي راډیو خبریال ته وویل:

"متاسفانه د ملي وحدت حکومت زموږ ناره نه اوري نو موږ نن دا الکینونه را ایستلي چې حکومت او نړیوالو دوستانو ته څرګنده کړو چې موږ، بامیانۍ ښځې عدالت غواړو."

دوی یوه پرېکړه لیک هم خپور کړي او پر حکومت یې ټینګار کړی چې د توتاپ پروژه له مرکزي سیمو تېره شي.

خو په پکتیا کې پرون یو شمېر ځوانانو او د مدني ټولنې فعالانو د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې توتاپ پروژه د سالنګ له لارې تېره شي.