افغانستان او ناجیریا په اداري فساد کې ښکېل هېوادونه دي

د بریتانیې صدراعظم ډیويډ کامیرون وايي، افغانستان او ناجیریا په اداري فساد کې تر ټولو په بد ډول ښکېل هېوادونه دي.

کامیرون د اداري فساد پر ضد د مبارزې د نړیوالې غونډې په اړه چې سبا پنجشنبې په لندن کې پيلېږي، دا خبرې کړې دي.

ډیویډ کامیرون زیاته کړه:

"زموږ د کابینې په غونډه کې د اداري فساد ضد سرمشریزې په اړه خبرې وشوې، د نړۍ داسې هېوادونو مشران بریتانیې ته را روان دي لکه افغانستان او نایجیریا چې ښايي په ټوله نړۍ کې د اداري فساد له اړخه ساری نه لري."

دانه ده څرګنده چې کامیرون پوهیدو چې دا خبرې یې ثبتېږي، که نه.

د شفافیت نړیوال سازمان د اداري فساد په اړه په کلني رپوټ کې افغانستان ته په اداري فساد کې د ښکېلو هېوادونو په لست کې ۱۶۶ او نایجریا ته یې ۱۳۶ ځای ورکړی دی.