کاسا زر پروژه به د اسیا هېوادونه بېرته یوځای کړي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي،کاسا زر پروژه به د اسیا هغه هېوادونه چې سره جلا شوي وو، بېرته یوځای کړي.

کاسا زر له قرغزستانه تر پاکستانه د برېښنا د لېږدولو پروژې ته ویل کېږي چې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې به هم تېریږي.

افغان حکومت به له دې پروژې هرکال میلونونه ډالره مالي ګټه وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې خبرې غونډې ته وویل، حکومت یې د دې پروژې په وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي دي.

محمد اشرف غني زیاته کړه:

"کاسا سمبول دی، نمونه او زموږ د ارادې نښنه ده، کاسا به هغه اسیا چې سره بیله شوې وه، بېرته ونښلوي.

د دې پروژې د پرانیستلوپه مراسمو کې به چې سبا پنجشنبې په دوشنبه ښار کې جوړېږي د حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله، د پاکستان صدراعظم او د تاجکستان قرغزستان ولسمشران برخه واخلي.