ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند له مشرانو سره ویني

د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکي ګوند احتمالي کاندید ډانلډ ټرمپ به د په واشنګټن کې د مې په دوولسمه د امريکا په سنا کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند له مشرانو سره ویني.

د سنا د اکثريت مشرانو استازي ميچ مکونيل ډانلډ ټرمپ ته د ملاتړ وړانديز کړی دی، خو د سنا وياند پال راين بيا د ټرمپ له ملاتړه ډډه کړې ده.

پرون راين ژورنال ټایمز ورځپاڼې ته وويل چې د ګوند د يوالي مصنوعي تمثيل ته اړتيا نشته ځکه چې ګوند متحد نه دی.

له ټرمپ سره د لانجې څخه له خلاصي لپاره ريان ټایمز ورځپاڼې ته ويلي چې که ټرمپ غواړي دی به په ګوند کې خپله د وياندۍ دنده پريږدي.