جرمني د تېر کال د پناه غوښتونکو پر درخواستونو کار کوي

جرمني د هغو پناه غوښتونکو پر درخواستونو کار کوي چې تېر کال دغه هیواد ته تللي وو خو د نویو پناه غوښتونکو شمېر کم شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت پرون وويل چې د شپېتو زرو پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه يې په اپرېل مياشت کې ثبت کړي.

د پناه غوښتونکو د درخواستونو شمېر د تېر کال اپرېل مياشتې په پرتله يو سل او پنځويشت فيصده زيات وو خو په مارچ مياشت کې یوازي يو اعشاریه شپږ فيصده زیات وو.

شا او خوا يو اعشاریه یو ملیونه پناه غوښتونکي تېر کال جرمني ته رسېدلي.

پناه غوښتنې ته د دوی رسمي درخواست کول څو مياشتې وخت اخلي.

پنځوس فيصده خلکو ته په اپرېل میاشت کې پناه ورکړل شوه او لس فيصده نورو کسانو ته د نورو دلايلو له کبله په دغه هیواد کې د پاته کېدو اجازه ورکړل شوه.

په همدې حال کې، په اپرېل مياشت کې شپاړس زره نوي پناه غوښتونکي جرمني ته رسېدلي چې دغه شمېر په مارچ میاشت کې يوويشت زره، په فبرورۍ مياشت کې يوشپېته زره او په جنورۍ میاشت کې دونيوي زره وو.

له نويو پناه غوښتونکو څخه ډېری له سوريې، افغانستانه او عراقه دي.