ننګرهار: له ۲ پاکستانیانو سره امونیم نایټریټ مواد نیول شوي

په ننګرهار کې له دوو پاکستانیانو سره لس زره کيلوګرامه امو نیم نایټریټ مواد نیول شوي.

په ختیځه سیمه کې د سرحدي لوا درستیزوال محمد ایوب حسین خېل د سې شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته وویل چې د دوی ځواکونو د مومندرې په ولسوالۍ کې دوه پاکستانيان له لس زره کېلو ګرامه امونیم نایټریټ موادو سره نیولي دي:

"زموږ ځواکونو دوه پاکستانیان له شاوخوا لس زره کيلوګرامه امونیم نایټریټ توکو سره د مومندرې ولسوالۍ په تورخم سیمه کې نیولي دا مواد په یوه موټر کې ځای پر ځای کړي و چې د هغې موټر نمبر پلېټ هم د پاکستان وغوښتل يې دې غاړه راانتقال کړي چې ونیول شول."

حسن خېل وايي د دې توکو د نیولو سره د لوی خطر مخه ونیول شوه ځکه له دغو موادو څخه په چاودیدونکو توکو کې استفاده کېده.