د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی له تښتونکو خوشې شوی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د پاکستان دپخواني صدر اعظم یوسف رضا ګېلاني تښتول شوی زوی یې په پکتیکا ولایت کې د تښتوونکو له منګلو ازاد کړی.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ نن په کابل کې خبریالانو ته وویل علي حیدر ګېلاني یې نن سهار په ګېانې ولسوالۍ کې د افغان او امریکايي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې راخوشې کړی.

د یاده ولو وړ دی چې د یوسف رضا ګېلاني زوی پوره درې کاله وړاندې د پاکستان له ملتانه تښتول شوی و.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال په خپله فیس بوک پاڼه کې لیکلي چې ګیلاني به خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.