د ننګرهار سیمه ییز چاراکي وايي چې په بهسود ولسوالۍ کې یوه دېوال دغورځېدو له امله یو ماشوم مړ شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه نن شاه خوا یولس بجې د دامان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړی وایي دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دېوال ته څېرمه د یو شمېر کسانو له لورې د اوبو ویاله کیندل کېده چې له امله یې جوړ شوی دېوال غورځېدلی دی.
چارواکي وايي چې د دغه پېښې ټول ماشومان د دامان د کلي اوسېدونکي دي چې له بېلابېلو کورنیو سره تړاو لري.