سمر: پروموټ پروژه باید له یوې جدي ژمنې سره پر مخ ولاړه شي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه وايي هیله منه ده چې د پروموټ پروژه په یوې نندارې بدله نه شي.

سیما سمر نن د ښځو د مشارکت په پرمختیايي پروګرام کې وویل چې دا پروژه باید له یوې جدي سیاسي ژمنې سره پرمخه ولاړه شي.

اغلې سمر زیاته کړه په دغه پروژه کې له کمیت نه باید زیات کیفیت ته پام وشي، که چېرې یوه مبارزه ښځه وروزل شي، د هغې په وینا له هغو څو ښځو چې فعالې نه دي غوره ده.

د امریکا پراختیايي ادارې "یو اس اې ای ډي" په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پروموټ یا د افغان ښځو د توانمندۍ پروګرام پيل کړ.

د دغه پروګرام په تطبیق کولو سره به په پنځو کلونو کې پنځه اویا زره افغان ښځو چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۳۰ پورې وي د هغوی د ژوند وړتیاوې لوړې کړای شي.