د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي چې د افغان کول په نوم د یوه خصوصي شرکت پنځلس کارکوونکي چې دوه ورځې وړاندې تښتول شوي وو ازاد شول.
د بغلان د والي ویاند محمود حقمل له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ونه ویل چې یاد کارکوونکي څه ډول او په کومو شرایطو را خوشي شوي، خو زیاته یې کړه چې دا افغان کول شرکت تښتول شوي کارکوونکي خپلو کورونو ته روغ رمټ ستانه شوي دي.
تېره ورځ د بغلان سیمه ییزو چارواکو ویلي و چې دغه کارکوونکي دوه ورځې وړاندې د پلخمري اړوند د کرکر د ډبرو سکرو له کان څخه نامعلومو وسله والو تښتولي وو.