کندز: چهار درې کې د هوايي حملې پرمهال ۱۲ وسله وال وژل شوي

د کندز امنیتي چارواکي وايي چې په چهار درې ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په هوايي حمله کې دولس وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډيو ته وویل چې دا حمله تېر ماښام د خرکارانو په سیمه کې شوې او معلومه نه ده چې دغه وسله وال په کومې ډلې پورې اړه لري.

د یو بل خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام ازادي راډیو ته وویل د چهار درې ولسوالۍ په سجاني کلي کې په یوه بله هوايي حمله کې پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

تر اوسه وسله والو مخالفانو د دغو دواړو حملو په اړه څه نه دي ويلي.