د نازي المان د دیکتاتور مشر ادولف هټلر مجسمه په ۱۷ اعشاریه دوه میلیون ډالر خرڅه شوه.
دا مجسمه چې ادولف هتلر په ځنګنو ناست دی او دعا کوي، پرون یکشنبې په نیویارک کې مزایدې ته ايښې وه.
مجسمه ماوریزیو کتلان جوړه کړې او دا اول وار دی چې د دې ایټالوي هنرمند یو هنري اثر په دومره لوړه بیه پلورل کیږي.
د هټلر دې مجسمې بحثونه وپارول ځکه که چیرې له شا ورته وکتل شي، یو ماشوم د دعا په حال کې لیدل کېږي خو د هلتر څېره لیدل کېږي.