صدیقي: کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۵۵۰ تنه نیول شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې په کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور۵۵۰ تنه نیول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن یوې خبري غونډې ته وویل چې نیول شوي کسان په وژنو، غلاوو، تښتونو او نورو جنایي پیښو کې په لاس لرلو تورن دي.

ښاغلی صدیقي وایي د جرمونو د مخنیوي لپاره یې له نور امنیتي ارګانونو سره ګډ کمېسیون جوړ کړی چې مشري د کورنیو چارو وزارت په غاړه ده.

د کورنیو چارو وزارت له خلکو څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.