په نننۍ خپرونه کې په دې غږیږو چې ولې په افغانستان کې د هلک او نجلۍ نکاح مخامخ نه تړل کېږي؟ کورنۍ د نکاح تړلو په وخت کې نجلۍ ته وکیل یا نکاح پلار ټاکي چې د نکاح په مجلس کې له نجلۍ نه استازي توب وکړي، دا چې په اسلام کې د نکاح پلار په اړه څه حکم دی؟ او که په نکاح کې ایجاب او قبول مخامخ ترسره شي دا خبره څومره مهمه ده؟
د پیغمر ص په زمانه کې چې به کله یوه هلک او نجلۍ واده کاوه نو حضرت محمد ص به له داوړ نه د رضایت پوښتنه کوله، له رضایت نه وروسته به یې د هغوی نکاح تړله خو زموږ په ټولنه کې لا اوس هم ځینې ودونه د دود او دستور له مخې ترسره کیږي، کورنۍ د نکاح په مراسمو کې ناوې ته دا حق نه ورکوي چې له هغه شخص سره چې دا واده کوي د ایجاب او قبول مراسم یې مخامخ ترسره شي، ایجاب او قبول اکثرا د ناوې په غیاب کې د هغې د وکیل یا نکاح پلار لخوا چې کورنۍ یې ناوې ته ټآکي ترسره کیږي، له دې امله ګڼې نجونې په جبر او واړه عمر کې ودیږي.
د ننګرهار اوسیدونکې پروین په وینا دا چې کله ودیده د نکاح په وخت کې یې پلار ورته راغي او دې ته یې وویل چې کاکا دی ستا وکیل دی خو مخکې یې له دې سره هیڅ مشوره نه وه کړې.
د اسلام له نظره مېرمن په کومو حالاتو کې کولای شي ځانته وکیل یا نکاح پلار وټاکي او وکیل کوم صلاحیتونه لري؟ د افغانستان د علومو اکادمۍ د فقهې څانګې استاد نور الله کوثر وایي.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
نیمه نړۍ
جوړوونکې:مسعوده نیازۍ