د کلیو او پراختیا وزارت د ۷۷ پروژو تړنونه لاسلیک کړل

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر د نهو ولایتونو لپاره د ۷۷ پروژو تړونونه له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.

نصیر احمد دراني نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې دغه پروژې د څه کم ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت تر راتلونکې یوه کاله پورې پلې کېږي:

"په نهو ولایتونو کې چې نن یې موږ تړون لاسلیک وو جزییات داسې دی په بلخ کې ۶ پروژې، بغلان کې ۱۱ پروژې، بدخشانکې ۱۱ پروژې، غور کې ۶ پروژې، پروان کې ۱۲ پروژې، بامیان کې ۱۳ پروژې، تخار کې ۵ پروژې، ننګرهار کې ۵ پروژې او په سمنګان ولایت کې ۸ پروژې عملي کېږي."

د دغو پروژو له مخې په یو شمېر ولایتونو کې استنادي دېوالونه، کانالونه، سربندونه، سړکونه، پل او پلچکونه جوړېږي.