د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په نننۍ ترافیکي پېښه کې ۷۳ کسان وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د خپرونو د برخې مسوول محمد اسماعیل کاوسي ازادي راډیو ته وویل چې دغه ارقام د غرني ولایت عامې روغتیا ریاست له خوا دوی ته ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه د غزني ولایت امنیتي چارواکو ازادي راډیو سره په خبرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ او د تپیانو شمېر ۷۳ ښودلی و.
د غزني امنیه قومندان جنرال امین الله امرخیل ازادي راډیو ته ویلي چې دغه پېښه د دوه ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکو بسونو او یو ټانکر د جنګېدلو له امله رامنځته شوې ده.
ښاغلی امرخیل وايي کیدای شی د وژنکو شمېره زیاته شي ځکه د اور لګېدنې له امله یو شمېر جسدونه به بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د معلوماتو له مخې په دغو دوو مسافر وړنکو موټرو کې ۱۲۰ کسان سپاره ول.