ولسي جرګه: حکومت دې دفاع وزارت او امنیت ریاست کاندیدان راوپیژني

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی له حکومت نه غواړي چې ډېر ژر د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست ته کاندیدان د باور رایې د اخیستلو لپاره دغې جرګې ته ور وپېژني.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي نن ازادي راډیو ته وویل، که څه هم داسې وکیلان چې یو شان لیدلوری ولري کم دي خو تمه ده چې دغه کاندیدان د باور رایه تر لاسه کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د ستر درستیز ریس ارکان جنرال عبدالله خان د دفاع وزارت د سرپرست او محمد معصوم ستانکزی د ملي امنیت د سرپرست په توګه اعلان کړل.