د سرې میاشتې چارواکي وايي چې لاهم په زرګونه سوري زړه ماشومان د مرستې په تمه دي درملنې ته اړتیا لري.
د سرې میاشتې د ټولنې ریسې فاطمه ګیلاني نن په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې ډیری دغه ماشومان سوري زړه نړۍ ته راغلي دي.
میرمن ګیلاني وايي، که څه هم د دا شان په زرګونه ماشومانو درملنه شوې ده خو لا هم د لسو زرو ماشومانو لېست موجود دی چې د درملني ته اړتیا لري.
ډاکټران وايي چې دغه ماشومان باید تر پنځه کلنۍ دمخه تداوي شي.