په سوریه کې ۳برمته هسپانوي ژورنالېستان بېرته خپل هېواد ته ورسیدله

درې هسپانیايي ژورنالېستان چې په سوریه کې له لسو میاشتو برمته نیونې وروسته خوشې شوي و، نن بیرته هسپانیا ته ورسېدل.

دغه درې واړه هسپانویان د تېرکال په جولای کې د سوریې شمالي ښارحلب ته نژدې تښتول شوي و.

د هسپانوي رسینو د راپور له مخې دغه درې واړه له القاعده سره تړلي النصره جبهې یرغمل کړي و.

د هسپانیا حکومت پرون وویل چې دغه خبریالان د دوی د متحدینو او ملګرو په مرسته چې د هڅو وروستی پړاو یې په ترکیه او قطر کې ترسره شو، خوشې شوي دي.