له ننګرهاره تر پېښور پورې به د اورګاډي پټلۍ جوړه شي

په ننګرهار کې به د ټرانسپورټي ستونزو د هوارولو، د وارداتو او صادراتو په برخه کې د اسانتیاو د رامنځته کولو په هدف به له ننګرهاره تر پېښور پورې د اورګاډي پټلۍ جوړه شي.

د ننګرهار د والي د دفتر رییس احمد ضیا عبدالزي ازادي راډيوته وویل چې د ریل د پټلۍ تخنیکې چارې به د یوه پاکستاني شرکت له خوا د۶۰ میلیونو پاکستاني روپیو په لګښت د اتو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

ښاغلی عبدالزی وایي چې د دغې پټلۍ د جوړولو کار به د افغانستان د فواید عامې وزارت مخ ته یوسي.