امریکا د پاوربال په نوم لاټري ۶نومرې سمې ختلي

د امریکا په متحده ایالاتو کې چارواکو وویل چې د پاوربال په نوم لاټري د یوه پلورل شوي ټکټ ټولې هغه شپږ نومرې سمې ختلي چې ارزش یې ۴۲۹ میلیون او شپږسوه زره ډالره کیږي.

چارواکو پرون وویل چې دغه ټکټ په نیوجرسي ایالت کې پلورل شوی دی.

د پاوربال لاټري پچه د امریکا په ۴۴ ایالتونو او واشنګټن ډي سي کې اچول کیږي.

دغه لاتري د جنوري له میاشتې راهیسې چې هغه مهال یوه ټکټ یو میلیارډ و شپږ سوه ملیون ډالره وړي و، ستره لاټري دي چې یوه کس ته خېژي.