د اعدام په اړه د ولسمشر غني حکم د عدليي او قضايي ارګانونو له خوا پلی شو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د شپږو مجرمینو د اعدام په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني حکم نن د عدليي او قضايي ارګانونو له خوا پلی شو.

افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبر پاڼه کې وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د درنو جُرمنو او ملکي خلکو او عامه امنیت په وړاندې د شپږو جنایت کوونکو د اعدام حکوم چې د بېلابېلو پېښو عاملین ګڼل شوي و توشیح کړ.

په خبر پاڼه کې راغلي چې دغه حکم نن د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا پلی شو.

خبر پاڼه دغه شان وايي چې دغه اقدام د تروریستي حملو د قربانیانو د کورنیو بیا-بیا غوښتو ته په پام تر سره شو.

د تروریستي فعالیتونو په جرم دغه کسان په داسې حال کې اعدامېږي چې په کابل کې د حمل د ۳۱ نېټې تر خونړۍ پېښې وروسته ولسمشر په ملي شورا کې وویل چې په هغو کسانو به د اعدام حکم پلی شي کوم چې د تروریستي فعالیتونو په تړاو مجرم پېژندل شوي.

افغان حکومت تر اوسه نه دي ویلي چې څومره کسان په اعدام محکوم دي خو د مشرانو جرګې ریس فضل هادي مسلمیار تر دې دمخه ویلي و چې شاوخوا ۵۰۰ تنه په افغانستان کې په اعدام محکوم دي.

طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د اعدام په اړه څه نه دي ویلي، خو دوی تر دې دمخه ګواښ کړی و چې که هغه کسان کوم چې په اعدام محکوم شوي اعدام شي عدلي او قضايي ارګانونه به په نښه کړي.