په کورنیو کې د اختلافاتو موجودیت، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او وېره هغه عوامل دي چې د بلخ له ښځینه محبس څخه ازادې شوې زندانیانې یې له ګونګ سرنوشت سره مخ کړي دي.
د یادو ازادو شویو زندانیانو څخه ګڼ شمېر یې د ښځو له حقونو څخه د مدافع بنسټونو په منځګړيتوب له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي، خو یو شمېر نوی یې لاهم د بې سرنوشتې په حال کې د مزارشریف د امید په امن کور کې ساتل کیږي.
لویسا هغه شل کلنه نجلۍ ده چې د زندانه له خوشې کېدو وروسته یې د امید امن کور ته پناه وړې.
دا نجلۍ وايي چې نه پلار لري او نه یې هم مور ژوندۍ ده، خو خپل تره يي په زور د یوه بوډا سړي سره په نکاح کړه.
هغه وايي خاوند یې سربېره پردې چې نفقه نه ورکوله د هغه زیات وهل او ټکولو له کوره تېښتې ته اړ کړه او بلاخره زنداني شوه.
هغه چې په مستعار نوم خبرې کوي وايي چې د مرګ له وېرې او د کورنۍ د نشتون له امله یې دې امن ځای ته پناه راوړې ده.
هغې وویل:
"کاکا مې وه، له دې چې زه یې په هغه سړې پلورلې وم، ونه یې غوښتل چې زه یې کور ته ورشم او راته یې وویل چې که زه هلته ورشم بیا مې وژني نو له همدې وجهې دلته راغلې یم."
یوازې لویسا نه ده چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو حاکمیت، افغاني ننګ او غیرت له دې سرنوشت سره مخ کړې ده.
شګوفه بله مېرمن ده چې د خپل خاوند نامشروع غوښتنو ته یې سر نه دی ټېټ کړی او فحشا ته یې مخه نه کړه.
دې ښځې هم د خپل ژوند یوه موده له کوره د تېښتې په تور زندان کې تېره کړې ده او وايي چې وروسته محکمې ورته د بې ګناهۍ فیصله واوروله او له خپلو درېیو ماشومانو سره په مزارشریف کې د امید په امن کور کې ساتل کیږي.
هغې زیاته کړه:
"په زندان کې وم، کله چې د زندانه راخوشې شوم مور مې ونه منلم، ما هم څوک نه درلودل بیا دلته راغلم او له خپلو درېیو ماشومانو سره دلته اوسېږم."
شګوفې هم چې په مستعار نوم خبرې کولې وايي؛ خاوند یې هغه فحشا ته مجبور وله او د هغه له دې غوښتنې سره د مخالفت په تور زنداني شوه، خو له ازادۍ وروسته نوموړې او ماشومان ژوند یې له خطر سره مخ دی.
د امید امن کور د مزارشریف په مرکز کې موقعیت لري او ساده کور تر سترګو کیږي، تر ډېره د ټولنې د معمولي کسانو د کور ګومان پرې کیږي، خو بې خبره له دې چې دلته له زندانه ازادې شوې ښځې د بیا ځل لپاره تربیت کیږي او ورته عرفې روزنه ترسره کیږي.
د دې بنسټ مسووله ریحانه کریمي وايي چې دلته ۱۶ ښځې له درېیو ماشومانو سره ساتل کیږي او تر دې دمه د څلورو کلونو په ترڅ کې ۱۵۴ ښځې له خپلو کورنیو سره د بیا ځل لپاره یوځای شوی دي.
ریحانې وویل:
"د اوس لپاره ۱۶ ښځې او درې ماشومان دلته ژوند کوي او دا چې زندان ښه ځای نه دی موږ غواړو دوی دلته د بیا ځل لپاره تجدید تربیت کړو."
د امید په امن کور کې د ښځو لپاره وظیفوي اسانتیاوې هم مساعدې دي.
د بلخ مرکزي زندان هغه ځای دی چې د نظامي پولیسو اډې په شان جوړ شوی دی.
د دې زندان د چارواکو په خبره چې په کې ۶۰ ښځې په مختلفو جرمونو زنداني شوې دي، خو اکثریت دا ښځې د قتل او له کوره د تېښتې په تور، دې سیمې خاردار پوښلې کور ته راوستول شوي دي.
د ښځینه زندان مسوول سمونوال محمد یعقوب وايي چې د روان کال په ترڅ کې ۳ ښځې له دې محبسه د امید امن کور ته استول شوي دي.
یعقوب زیاته کړه:
"دری ښځې وې د شرعي محرم د نشتون له امله موږ د ښځو چارو ریاست ته واستوي او له هغې ځای څخه د امید امن کور ته لېږدول شوي دي."
د خاوند او خپلوانو له خوا فحشا ته د ښځو مجبورول هغه څه دي چې ډېری ښځې یې له کوره تېښتې ته مجبورې کړي او په همدې جرم بیا دوی زندانونو ته اچول شوي دي.
بنفشه هم د هغه نجلۍ مستعار نوم دی چې د خاوند له خوا فحشا ته هڅول شوې وه، خو هغې له کوره تېښتې وکړه او اوس محکمې د ۶ کاله قید حکم ورکړی دی.
هغه یې په اړه وايي:
"زه مجبوره وم چې له کوره وتښتم او په همدې جرم محکومه یم، ما ځکه دا کار وکړ چې خاوند مې راباندې ناښایسته کارونه او د فحشا عمل تر سره کاوه."
د ښځو له حقونو څخه د مدافع بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ چې په دې وروستو کې په ټولنه کې د ناوړه دودونو حاکمیت، په کورنیو کې د تاوتریخوالي د کچې زیاتوالی او په جبر ودونه هغه عوامل دي چې له کور څخه د ښځو د تېښتې کچه یې نسبت بل هر وخت ته زیاته کړې ده.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی