په پولنډ کې د ښي لاسي حکومت د سیاستونو پر وړاندې مظاهره وشوه

د پولنډ په مرکز وارسا کې پرون لسګونو زرو کسانو د هېواد د ښي لاسي حکومت د سیاستونو پر وړاندې مظاهره وکړه.

دا له ۱۹۸۹ کال راپدیخوا هغه وخت چې پولنډ له پخواني شوروي اتجاد جلا کېده، په دې هېواد کې تر ټولو ستره مظاهره بلل شوې ده.

اعراض کوونکو حکومت د ډیموکراسۍ په کمزوره کولو او په اروپايي ټولنه کې د دې هېواد غړیتوب ته د خطر په پېښولو تورن کړ.

د وارسا ښاروال وویل، د شنبې ورځې په دې مظاهره کې شاوخوا شل زرو کسانو برخه اخستې وه.