ناټو: په کندهار کې د قاطع ملاتړ د ماموریت۲سرتیري وژل شوي

ناټو وايي، د قاطع ملاتړ د ماموریت دوه سرتیري تېره ورځ په کندهار ولایت کې وژل شوي دي.

ناټو وايي، دوه کسانو چې د افغان سرتېرو یونیفارم يې اغوستی و،په "اې، این، ډي، ایس، ایف" پوځي اډه کې پر دغو سرتیرو ډزې وکړې.

د ناټو ځواکونو په ځوابي ډزو کې دواړه برید کوونکي وژل شوي دي.

د ناټو په اعلامیه کې د وژل شوو سرتېرو هویت نه دی په ډاګه شوی خو اسوشیټېډ پریس اژانس د رومانیا د دفاع د وزارت په حواله وايي چې وژل شوي سرتېرې د دې هېواد دي او په برید کې یو بل رومانیايي سرتیری ټپي دی.