د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۲ شمشاد زون قومنداني او د ننګرهار چارواکي وايي، په تېرو څو میاشتو کې په ۷ ولایتونو کې د دولت شاوخوا درې نیم سوهوسله وال مخالفان مړه او ټپيان شوي دي.
د شمشاد زون قومنداني په ننګرهار،نورستان،لغمان ،کونړ،پروان ،کاپیسا او پنجشیر کې فعالیت لري.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي تېره ورځ په جلال اباد کې د امنیتي ارګانونو تر یوې غونډې وروسته ازادي راډیو ته وویل د یو شمېر لویدیځو رسنیو دا راپورونه رد کړل چې ګواکې القاعده او داعش په ختیځ او په ځانګړي ډول په ننګرهار کې جدي خطر پېښ کړی دی.
د نوموړي په خبره دا ډلې په ننګرهار کې فعالیت لري خو تر ډېره بریده ځپل شوی او جدي ګواښ نه شي جوړولای.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ننګرهار د سرحدي ولسوالیو اوسیدونکی لاهم د وسله وال له تاوتریخوالي شکایت کوي.