قوقندي: کابل کې د غالیو دایمي نندارتون پرانیستل کېږي

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت وایي چې د غالیو یو دایمي نندارتون به نن په کابل کې پرانیستل شي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډيو ته وویل چې په دغه نندارتون کې دغالیو، کمبلو او فرشونو د بیلابیلو ډیزاینونو او طرحو او د رنګونو د جوړولو په برخه کې هم د یو شمېر حرفوي کسانو روزلو ته چمتوالی نیول شوی دی:

"دغه نندارتون دایمي دی او د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د اوبدل شویو غالیو، کمبلو او فرشونو نمونې په کې شته دغه ډول نندارتونونه یو ډول سهولت دی د هغو کسانو لپاره چې افغانستان ته راځي او د غالیو او فرشونو په برخه کې فرمایشات ولري دغه نندارتون یي مني او په لنډ وخت کې یي ورته تیاروي."

د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت د معلوماتو له مخې د دغه دایمي نندارتون د پرانیستلو لپاره یوه افغان سوداګر څلور کاله کړی چې تر اوسه یې د پنځو لکو ډالرو په ارزښت غالۍ ټولې کړي دي.

بلخوا په جوزجان کې د غالیو د اوبدلو د یو شمېر شرکتونو مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د غالیو تولید کم شوی او د ناامنیو له امله په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدلو صنعت مخ په ځوړ دی.