مینه پال: له روسیې سره د همکاریو د توافقنامې متن چمتو شوی

جمهوري ریاست وايي چې د افغانستان او روسیې د اوږمهاله دوه اړخیزو همکاریو د توافقنامې متن چمتو شوی چې په نږدې راتلونکې کې به لاسیلک شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن ازاډیو ته وویل چې په دغه متن کې له نشه یي موادو او تروریزم سره مبارزه شامله ده:

"د دوه اړخیزو همکاریو د توافقنامې په متن باندې افغان دولت او د روسیې دولت دواړو کار کړی کاریې نهايي شوی او ډېر ژر به لاسلیک شي."

ښاغلی مینه پال زیاتوي روسیه به د نورو همکاریو ترڅنګ له تروریزم او مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې له افغان لوري سره پوځي او استخباراتي مرستې کوي.

افغان حکومت د امریکا، بریتانیا، جرمني او هند سربیره د سیمې او نړۍ له یو شمېر پیاوړو هېوادونو سره له دې وړاندې هم د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي.