ارمنستان او اذربايجان يو او بل د اوربند له موافقې په سرغړونې تورن کړي دي.
دواړو خواوو پر يوه او بل د خپلو سرحدي سيمو پر پوځي سنګرونو د راکټي بريدونو تور لګولى دى.
د اذرباييجان دفاع وزارت نن وويل چې د ارمنستان ځواکونو د اذري ځواکونو پر سنګرونو د توپونو ډزې کړې دي.
بلخوا د ارمنستان دفاع وزارت وويل چې د اذرباييجان قواوو د دوى د قواوو پر سنګرونو توغندي ويشتلي دي.
دواړه هېوادونه پر يو بل دا تورونه په داسې حال کې پورې کوي، چې تېره مياشت يې پر اوربند سلا وکړه، چې تر ډېره رعايت شوى دى.
د تېرې مياشتې په لومړيو کې د دواړو هېوادونو قواوو په نګرنو قره باغ په لانجمنه سيمه کې نښتې وکړې چې د ١٩٩٤ کال له موافقه شوي اوربند راهيسې يې سارى نه درلود.
هغه اوربند په دې لانجمنه سيمه کې د اذرباييجان او هغو بېلتون غوښتونکو ترمنځ چې ارمنستان يې ملاتړ کوي- شخړې ودرولې.
نګرنو قره باغ په اذرباييجان کې پرته سيمه ده چې ډېرى اوسېدونکي يې په خټه ارمنيان دي.