د بریتانیا د اپوزيسیون کارګر ګوند کاندید، صادق خان د لندن ښاروال شو.
دا لومړی وار دی چې د اروپایي هېواد په یوه مرکز کې مسلمان ښاروال انتخابېږي.
پنځه څلویښت کلن صادق خان د بس د چلوونکي زوی دی.
ده پر خپلې بريا خوښي څرګنده کړه:
"لندنه مننه درنه کوم، دا په نړۍ کې تر ټولو ستر ښار دى چې زه ورباندې وياړم، زه نن د هغې هيلې له کبله چې رانه يې لرئ او راباندې باور مو کړى، ډېر د تواضع احساس کوم."
د ده پلار له پاکستانه لندن ته کډوال شوی، د ده سیال یو څلویښت کلن زک ګولډ سمیت بیا د یوې شتمنې کورنۍ دی.
صادق خان اووه پنځوس فیصده او د محافظه کار ګوند کاندید درې څلویښت فیصده رایې ګټلې دي.