عراق کې تر ۵۰ ډېر ډله ییز قبرونه موندل شوي

د ملګرو ملتو یو استازی وایي، په عراق کې د اسلامي دولت له ډلې څخه په نیول شوې سیمه کې تر پنځوسو ډېر ډله ییز قبرونه موندل شوي دي.

یان کوبيش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پرون وویل چې له دغو ناوړه جنایتونو، وروسته تر دې پرده پورته شوه چې عراقي ځواکونو د امریکایي پوځیانو او هوایي بریدونو په ملاتړ، رمادي او د عراق په لویدیځ او شمال کې یو شمېر سیمې لاندې کړې.

یان کوبيش وایي، د دغو ډله ییزو قبرونو له ډلې څخه درې په رمادي کې د اپرېل پر نولسمه د فوټبال په میدان کې پیدا شوي چې تر څلوېښت پورې جسدونه په کې وو.

رمادي د فبروري په میاشت کې له داعش څخه ازاده شوه.

د ملګرو ملتونو دغه استازي وويل چې په عراق کې بشري وضعيت ډېر خراب شوى او د دغه هېواد ١٠ مليونه خلک چې د نفوس يو پر درېيمه برخه جوړوي، عاجلې مرستې ته اړتيا لري.

دا د تېر کال په پرتله دوه برابره زياتوالى ښيي.

يان کوبيش اټکل وکړ چې د داعش د شړلو په هدف د تازه پوځي مبارزې په نتيجه کې ښايي دوه مليونه نور کسان هم د کال تر پايه له خپلو کورونو بېځايه شي.