سرنوشت: توتاپ باید یوازې تخنیکي بحث وي

د توتاپ پروژې په اړه را پورته شوي اعتراضونه او د سالنګ او بامیانو له لارې د دغې پروژې د عملي کولو په اړه مخالفتونه د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې په لومړي مخ کې د بامیانو د اوسېدونکو پروني اعتراض ته یو مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي، که حکومت د دغه ولایت د اوسېدونکو غوښتنې ته ځواب ونه وایي، د بامیانو محلي ادارې به وتړي.

په مطلب کې راغلي چې معترضان دا غوښتنه لري چې د افغانستان او پاکستان لپاره دې د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د برښنا پروژې یا توتاپ مزي د بامیانو له لارې تیر شي، نه د سالنګ.

جامعه باز:

جامعه باز ورځپاڼې بیا په دې اړه یوه مطللب کې د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق ګواښ ته یو مطلب ځانګړی کړی چې ویلې یې دي، که د توتاپ پروژې مزي له بامیانه تیر نه شي، دی به له حکومتي چوکاټه ووځي.

په مطلب کې راغلي، د توتاپ پروژې په اړه اعتراضونه وروسته له هغې راپورته شول چې حکومت د دغې پروژې مسیر له بامیانو څخه سالنګ ته بدل کړ.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د توتاپ پروژې په اړه مخالفتونه به د دغې پروژې عملي کول له خنډ سره مخ کړي.

په مطلب کې راغلي، که د توتاپ پروژه د بامیانو له لارې تېره شي لګښت یې څو برابره زیاتیږي او د عملي کولو موده یې هم دوه کاله زیات وخت نیسي.

د مطلب لیکوال یو شمېر کړۍ هڅه کوي چې د توتاپ په څېر ملي پروژو ته قومي بڼه ورکړي چې دا د دغو پروژو لپاره ګټور کار نه دی.

په مطلب کې د نظر د خاوندانو په حواله لیکل شوي چې یو شمېر کسان او کړۍ غواړي چې په دغسې مواردو کې د مخالف دریځ په غوره کولو سره خپل پلویان زیات کړي.

سرنوشت:

توتاپ باید یوازې تخنیکي بحث وي، دا د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي چې د دغې پروژې په اړه سیاسي ناندریو د دغې پروژې برخه لیک له نامعلوم حالت سره مخ کړی دی.

د سرمقالې لیکوال ویلي، معترضان په داسې حال کې د بامیانو له لارې د توتاپ پروژې عملي کول غواړي چې د یوې جرمني کمپنۍ او افغان چارواکو د څيړنو په اساس، د سالنګ له لارې دغه پروژه ډیره ارزانه تمامیږي او لږ وخت نیسي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا د همدې توتاپ پروژې په اړه د خوست او پکتیا د اوسیدونکو پروني اعتراض ته یو مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې معترضان غواړي دغه پروژه باید د سالنګ له لارې تېره شي.