د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي چې اروپايي اتحادیې ته پر ویزې د بندیز لرې کېدو لپاره د تروریزم پرضد د مبارزې قانون نه شي بدلولای.
تر دې یوه ورځ مخکې، د ترکیې صدراعظم احمد داود اغلو چې له اروپا سره یې پر دې موافقه مذاکرې کولې، له ولسمشر سره د اختلاف له امله استعفی وکړه.
ولسمشر اردغان پرون جمعه اروپايي هېوادنو ته په وینا کې وویل: "موږ خپله لار نیسو او تاسې خپله لار ونیسئ."
اروپايي اتحادیې پر ترکیه شرط ایښي چې د خپلو خلکو لپاره اروپا ته د سفر کولو لپاره د وېزې د محدودیت لرې کېدو په بدل کې له تروریزم سره د مبارزې پر قانون له سره غور وکړي.
خو اردغان په دې قانون کې د تروریزم او تروریستانو پر پراخ تعریف ټینګار لري.