د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وایي، په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې لپاره د مسکو او توکیو ګده پروژه په بریالیتوب عملي شوې ده.
لاوروف پرون جمعه وویل چې د افغانستان پر حالاتو یې د لوړ رتبه جاپاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
د انټرټاس اژانس په حواله، لاوروف ویلي چې جاپان له افغانستان سره له عمده مرسته کونکو هېوادونو دی ځکه د دې هېواد له اردو او پولیسو سره کمک کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې له جاپان سره یې په خپله ګډه پروژه کې، د افغان پولیسو په روزنه پیل کړی څو له مخدرو موادو سره اغېزمنه مبارزه وکړي.
لاوروف ویلي چې په منځنۍ اسیا کې هم د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارو له لارې، د مسکو او توکیو د ګډو پروژو پلان شته.