د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو له یوه زندان څخه ۶۰ تنه بندیان خوشې شول.
د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې وايي، افغان ځانګړو ځواکونو دا عملیات تیره شپه د نوزاد ولسوالۍ په برنوزاد سیمه کې ترسره کړل.
بیان زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د دولت دوه تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او درې نور ټپیان دي خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې بندیان ملکي وګړي وو، که دولتي سرتېري.
د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر په یو جلا بیان کې وايي چې د وسله والو مخالفینو پر یوه مرکز په هوايي حمله کې اته وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
بیان زیاتوي چې د لښکرګاه د دوراهي په کمپرک سیمه کې هوايي حمله تېر ماښام شوې او په وژل شویو کې یې هغه شپږ پاکستانیان هم شامل دي چې وسله والو مخالفینو ته د روزنې او د بمونو د جوړولو مسولیت یې درلود.