د سرپل سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کروندو د اړولو د کمپاین پرمهال د امنیتي ځواکونو او کروندګرو په نښته کې دوه کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي.
چارواکي وايي چې یو مشکوک کس یې د پېښې په تړاو نیولی دی.
د سرپل والي محمدظاهر وحدت وايي په سرپل کې د کوکنارو د اړولو کمپاین له پنځو ورځو راهیسې پیل شوی خو په وړاندې یې د مرکز په یوه سیمه کې وسله وال مقاومت وشو.
ښاغلی وحدت وايي، د کوکنارو د اړولو کمپاین ته به دوام ورکړي.