چارلز: القاعده شبکه له طالبانو نږدې همکاري لري

د ناټو یو ویاند وايي، القاعده شبکه په افغانستان کې له طالبانو سره نږدې همکاري لري او د دولت پر ضد جګړه کې مرسته ورسره کوي خو زیاتوي چې فکر نه کوي القاعده شبکه دې د افغانستان حکومت ته کوم واقعي ګواښ پېښ کړي.

جنرال چارلز کلیفلانډ زیاته کړه، دا امکان شته چې طالبان د القاعده شبکې له خوا د امکاناتو او مهارتونو په ترلاسه کولو سره د افغان حکومت پرضد هڅې چټکې کړي.

د القاعده شبکې مشر ایمن الظوهري د تېر کال په مني کې د طالبانو له نوي مشر ملا اخترمحمد منصور څخه ملاتړ اعلان کړ.

جنرال کلیفلانډ وايي چې له دې اعلان وروسته د طالبانو او القاعده شبکې ترمینځ همکاري زیاته شوه.

نوموړی اټکل کوي چې دا مهال په افغانستان کې له سلو تر درې سوو پورې د القاعده شبکې غړي فعال دي.

د ناټو ویاند زیاتوي، سره له دې چې په افغانستان کې د القاعده د وسله والو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی، خو بیا هم دا شبکه د ودې او ګواښ وړتیا لري.