د افغانستان د اوبو اوانرژۍ وزارت مسؤلین وايي چې ټاکل شوې په فراه ولایت کې د تجدید وړ انرژۍ یوه پروژه پلې شي.
د اوبو او انرژې وزارت د تجدید انرژې د څانګې سرپرست امان الله غالب ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پوروژې په عملې کولو سره به ۱۲ میګاواټه بادي او لمریزه برېښنا فراه ولایت ته ورکول شي.
ښاغلي غالب زیاته کړه چې دغه پروژه به د یو نیم کال په مده کې بشپړه شي.
د ښاغلي غالب په خبره د دغه ډول پروژو د پروګرام په لړ کې دهېواد په سطحه څه باندې ۱۰ زره ځوانان ته کار پیدا شوی دی.