دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست لپاره نوي سرپرستان معرفي شول

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دفاع وزارت او د ملي امنیت د ریاست نوی سرپرستان معرفي کړل.

د ولسمشر غني ویندوی ظفر هاشمي رسنیو ته په استولي بیغام کې ویلي:

"د افغانستان ولسمشر په جلا حکمونو کې د دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان رئيس ډګر جنرال عبدالله خان د دفاع وزارت د سرپرست په توګه او محمد معصوم ستانکزی د ولسمشر د سلاکار او همداراز د ملي امنیت د عمومي رياست د سرپرست په توګه منظور کړي دي."

تر دې وړاندې ښاغلی ستانکزی د دفاع وزارت سرپرست و او د ملي امنیت د سرپرستۍ چارې مسعود اندرابي پر مخ وړلې.

تراوسه پوري ویل شوي نه دي چې ښاغلیو عبدالله خان او ستانکزی به کله د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفی شي.