د لندن خلکو د مسلمان ښاروال لپاره رایې ورکړې

د لندن اوسېدونکو د لومړي ځل لپاره د یوه مسلمان ښاروال د انتخابولو لپاره رایې ورکړې.

صدیق خان چې ۴۵ کلن دی او د کارګر ګوند غړیتوب لري، د لندن د یو شمېر ښاریانو له ملاتړه برخمن دی.

که صدیق خان بریالی شي نو د لندن د اوسني ښاروال بوریس جانسن ځای به ونیسي.

جانسن د محافظه کار ګوند غړی دی.

پرون پنجشنبې د بریتانیا په نورو ښارونو کې هم د کارګر او محافظه کار ګوندونو ترمنځ د ښاروالي د انتخاباتو پر سر سیالي دوام وکړ.

صدیق خان اصلاً پاکستانی دی، تر دې وړاندې د بشري حقونو وکیل و.

پلار یې د بس چلوونکی و خو اوس د یې زوی یعني صدیق خان اراده کړې د لندن د ټولو اوسېدونکی ښاروال شي.